ښايي د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د اټومي وسلو د جوړولو سیالي لا پياوړې شي. د ستاکهلم د سولې انسټيټوټ په یوه څېړنه کې ویلي چې په وروستیو کلونو کې د اټومي وسلو لرونکو هېوادونو لخوا یو ځل بیا د اټومي وسلو د جوړولو لړۍ چټکه شوې ده او ټول هڅه کوي چې اټومي وسلې یې پياوړې کړي.
سرچینه کاږي چې د اوکراین جګړې دا سیالي لا توده کړې ده او ښايي په راتلونکې لسیزه کې ځواکمن هېوادونه د لا ډېرو اټومي وسلو د لرلو لپاره هڅې وکړي. دغه مرکز په نړیواله کچه د اټومي وسلو د تولید د مخنیوي غوښتنه کوي او ډېرېدل یې د نړۍ د راتلونکې په ګټه نه بولي.
































