په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ۶۸۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په هېواد کې په بېلو لابراتوارونو کې لسګونه مشکوکې پېښې څېړلې دي چې له دې ډلې ۶۸۰ یې مثبتې وې. ددغه وزارت مرستیال وحیدالله مجروح وايي چې په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۵۲۰۵ ته رسېدلی دی. نوموړی وايي چې کرونا ویروس د لا ډېرو پراختیا په حال کې دی او پر خلکو یې غږ کړی دی چې ددوی سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او په دې توګه خپله کورنۍ او خپل ځان د کرونا له خطرناکې ناروغۍ وژغوري.
































