د خوست په موسی خيلو ولسوالۍ کې د جلغوزيو په ځنګلونو کې لګيدلی اور، چې نن سهار يې د مړه کيدو خبر ورکړل شوی د بادونو له کبله بيا بل شوی دی. راپورونو کې ويل شوي چې د خوست د بېلابېلو سيمو خلکو د اور د وژلو لپاره اشر کړی او د ځنګله د سوځيدو مخه يې نيولې وه. اور پرون بل شوی و چې د خوست ځوانانو يې ټوله شپه د مهارولو لپاره هڅې وکړې. د خوست ځايي چارواکو ويلي وو چې اور د غرونو په لوړو کې بل شوی او د اور وژنې د وسايلو ور وړل ناشوني دي. ځايي اوسېدونکو رسنيو ته ويلي چې ځوانانو په خپلو مټو اور وواژه او نن سهار بېرته خپلو سيمو ته ستانه شول؛ خو د بادونو له کبله سکروټې بيا تازه شوې او په ځنګله کې اور بل شوی دی. تر دې وړاندې د نورستان او کونړ په ځنګلونو کې هم اور لګيدلی و چې ويل کيږي لويه برخه ځنګلونه يې سوځولي دي. د اور د لګيدو د علت په تړاو رسماً څه نه دي ويل شوي خو ا.ا تازه پرېکړه کړې چې په ولايتونو کې به د ځنګلونو د ساتلو لپاره ځانګړي قطعات ځای پر ځای کړي.
































