د افغانستان د سولې او راتلونکي وضعیت په اړه د امریکا، ازبکستان او افغانستان لومړنۍ درې اړخیزه غونډه جوړه شوې ده. په دغه کنفرانس کې، چې په ویډیويي بڼه جوړ شوی و، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او د امریکا د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال ډیویډ هېل ګډون کړی و. دوی په افغانستان کې د ټولشموله حکومت، سولې او روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي. امریکا او ازبکستان د ډاکټر عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ د جوړجاړي، د طالب زندانیانو د خوشي کولو او د ملي مصالحې عالي شورا له جوړېدو هرکلی کړی دی. په دې کنفرانس کې همدا راز پر دې خبرې شوې چې د ګڼو رېل پټلیو له لارې به افغانستان له ازبکستان او په دې توګه د مرکزي اسیا له نورو هېوادونو سره وصلېږي. امریکا او ازبکستان همدا راز د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې د لا ډېرو همکاریو ډاډ هم ورکړی دی.
































