د پکتیا د امنیې قومندانۍ د پولیسو په روزنیز مرکز کې ۴۰۰ نويو جذب شويو پوليس منسوبينو ته د مسلکي زده کړو پروګرامونه پيل شوي دي. د پکتیا د امنیې قومندانۍ مسوولينو ويلي چې ياد ۴۰۰ کسان د پکتيا، پکتيکا، خوست او لوګر ولايتونو اوسيدونکي دي چې د مسلکي کسانو له لوري روزل کيږي. چارواکي وايي چې یاد کسان به له عقیدوي او مسلکي زده کړو وروسته د پولیسو په لیکو کې شامل او د ټولنې خدمت ته به وړاندې شي. د يادونې وړ ده چې د پکتيا د پوليسو له تعليمي مرکزه په تېرو پنځو مياشتو کې ۱۲۰۰ تنه فارغ شوي دي.
































