د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره کتلي دي. د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د هېواد او سیمې پر روانو حالاتو د نظر د تبادلې سربېره د افغانستان او ترکیې د تاریخي او دوستانه اړیکو او همکاریو په اړه هم خبرې اترې شوې دي. سرچینه کاږي چې حامد کرزي د افغانستان له خلکو سره د ترکیې له همکاریو په خاصه ټوگه افغان ځوانانو ته د زدهکرې د زمینې د برابرولو او د تحصیلې بورسونو له ورکړې مننه او قدرداني کړې ده او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا هیله څرگنده کړې ده. سرچینه وایي چې همداراز دواړو خواوو په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د خبرو اترو پر ضرورت ټینګار کړی دی.
































