د افغانستان د ا.ا د ریاست الوزرا لومړی مرستيال ملا عبدالغني برادر وايي، چې ا.ا د شهيدانو د وينو او قربانيو په پايله کې جوړ شوی او ساتل يې هم د جهاد په څېر فرض دي. برادر چې کندهار ولايت ته په سفر تللی، دا څرګندونې د ملي پوليسو له روزنيز مرکز څخه په ليدنه کې کړې دي. هغه د ا.ا مجاهدينو ته په وينا کې وويل چې کشران بايد د مشرانو درناوی او مشران دې پر کشرانو شفقت وکړي. برادر د ا.ا په واکمنيدو کې د ولس قربانۍ هم ستايلې او ويلي يې دي چې ترلاسه کړې بريا يې د مجاهدينو او ولسونو د ګډې مبارزې پايله ده.
































