په میدان وردګو کې ځايي خلک ادعا کوي چې د حکومتي ځواکونو له لوري د هاوان توغول شوې ګولۍ شپږو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دغه لاریون کوونکو د درېیو ماشومانو جسدونه د ولایت مقام مخې ته راوړي او له حکومت د پېښې د عاملینو د نیولو غوښتنه کوي. دوی له څو ساعتونو راهیسې د کابل کندهار لویه لاره د تګ راتګ پرمخ تړلې ده. لاریون کوونکي وايي په پېښه کې درې ماشومان وژل شوي او درې ټپیان دي چې حکومت دې ژر تر ژره ددغه ډول کړنو عاملین د قانون منګولو ته وسپاري. د میدان وردګو ولایت مقام بیا وایي د لاریون کوونکو له مشرانو سره خبرې روانې دي او جزیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
































