امریکا وایي د افغانستان او اوکراین پېښو پر خپلو نظامي پالیسیو او فعالیتونو بیا کتنې ته اړ کړي دي. امریکايي رسنیو د ځینو امریکايي چارواکو په حواله لیکلي چې امریکا په افغانستان کې د تخلیې په ماموریت کې او دغه راز له دغه هېواد د وتلو په مسئله کې له خورا سترو ستونزو سره مخ شوه.
سرچینه کاږي چې په ټوله کې امریکا دا درک کړې چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د امریکا نظامي ماموریت له ګڼو ستونزو سره مل و چې پراخو اصلاحاتو ته اړتیا لري. همدا راز د اوکراین مسئله هم ددې سبب شوې چې امریکايي حکومت پر خپلو نظامي او پوځي اقداماتو بیا کتنه وکړي.
دوی تر ډېره هڅه کوي چې د مصنوعي هوښ او ډيجیټل ټکنالوژي پياوړې کړي څو وکړی شي ستونزې ژر تر ژره تشخیص کړي او پر وړاندې یې اغېزناک اقدام وکړي.
































