ملي امنیت شورا وايي هیله لري چې د طالب زندانیانو په خوشي کولو سره په هېواد کې روان تاوتریخوالی راکم شي. د ملي امنیت شورا د سلاکار ددفتر ویاند جاوید احمد فیصل له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، په تېرو دوو ورځو کې د طالبانو ۷۱۰ کسه بندیان خوشي شوي او ۲۹۰ کسه نور به هم د حکومت له زندانونو خوشي کېږي. د فیصل په خبره له دې کار یې موخه دا ده چې د سولې په برخه کې چټکتیا رامنځ ته شي، تاوتریخوالی راکم شي او د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې پيل شي. طالبانو هم پرون د افغان حکومت ۷۳ بندیان خوشي کړي وو.
































