د يوې تازه څېړنې پايلو ښودلې چې که د هوا ککړتيا تر هغې کچې را کمه شي چې د روغتيا نړيوال سازمان ټاکلې نو د انسانانو د ژوند اوسط به دوه کاله زيات شي. څېړنې ويلي چې د فوسيلي توکو د سون له کبله په هوا کې خپريدونکي ککړ ذرات د دې سبب شوي چې د انسانانو د ژوند کچه دوه کاله راکمه شي. دا څېړنه د امريکا د شيکاګو پوهنتون د انرژۍ د پاليسۍ انستيتيوت کړې او ويلي يې دي چې د هوا په پاکيدو سره به د انسانانو عمر ډير شي. د سويلي اسيا د هيوادونو په ځانګړې توګه يادونه شوې چې د هوا په پاکېدو سره به يې د اوسيدونکو عمر تر پنځو کلونو پورې اوږد شي. ککړه هوا د زړه او سږو او دغه راز سرطاني ناروغيو سبب کيږي چې له کبله يې هر کال په لسګونو زره خلک مري.
































