د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنري وايي چې افغانستان کې د بېځايه شويو او را ستنيدونکو کډوالو وضعيت ته د رسيده ګۍ په موخه د خپلو کارکوونکو شمېر ډيروي. دا څرګندونې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستيالې کيلي کليمينټس د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستيال شيرمحمد عباس ستانکزي سره په کتنه کې کړې دي. کليمينټس چې د تېرې يکشنبې په ورځ د کډوالو او کورنيو بېځايه شويو د وضعيت د ارزونې په موخه کابل ته راغلې، نن يې له ستانکزي سره په کتنه کې ويلي چې اداره به يې د کډوالو د مرستې لپاره خپل فعاليتونه پراخ کړي. هغه دغه راز ډاډ ورکړی چې د افغان کډوالو د ستونزو د ارزولو لپاره به نورو هيوادونو ته هم سفرونه وکړي او له چارواکو سره به يې د يادو ستونزو د هواري په هکله خبرې وکړي.
































