روسیه وايي ښايي د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، ددې ډېر احتمال شته چې روسیه د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني. هغه زیاته کړې چې بهرنیو چارو وزارت له ولسمشر پوتین سره په دې اړه مشورې کړې دي او په خبره یې د رسمیت په مسئله کې مسکو د واشنګټن لار نه تعقیبوي. کابلوف همدا راز وایي ولسمشر پوتین امر کړی چې له افغانستان سره همکاري ډېره شي او له دغه هېواد سره د غلو دانو او نورو محصولاتو مرستې وشي. دغه روسي ديپلومات دغه راز ویلي چې ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مسکو ته لاړ شي او له روسیې سره د محصولاتو د پېرلو په اړه هوکړه وشي.
































