مشرانو جرګه د سولې د هڅو د لا چټکتیا غوښتونکې ده. د مشرانو جرګې غړو د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي مصالحې عالي شورا له جوړېدو هرکلی کوي، خو تر څنګ یې د دې غوښتونکي دي چې د سولې هڅې چټکې او بین الافغاني خبرې ژر پيل شي. دوی د ولسمشر غني تر څنګ له طالبانو هم غواړي چې نور دې تاوتریخوالی کم کړي او د افغانانو غوښتنو ته دې پام وکړي. بلخوا افغان حکومت هم دا تمه لري چې طالبان به د زندانیانو په خوشي کولو سره د تاوتریخوالي کچه کمه کړي.
سره له دې چې افغان حکومت او طالبانو د یو بل د زندانیانو د خوشي کولو لړۍ چټکه کړې، خو د تاوتریخوالي د کموالي کوم څرک نه لګي. د اختر په مناسبت رامنځ ته شوی اوربند پای ته رسېدلی او دواړو لورو په نښتو کې یو بل ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د ملي شورا غړي بیا د سولې په برخه کې د هڅو پر چټکتیا ټینګار کوي. سناتورانو تېره ورځ د مشرانو جرګې په غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې بین الافغاني خبرې دې ژر پيل شي او روان تاوتریخوالی دې ودرول شي. دوی پر حکومت او همدا راز طالبانو غږ کړی چې د افغانانو غوښتنو ته درناوی وکړي، سولې ته لومړیتوب ورکړي او اوربند ته تیار شي.
د مشرانو جرګې غړی ګل احمد عظیمي د ډاکټر عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ جوړجاړي ته په ښه سترګه ګوري او وایي چې دا به د سولې لپاره ګټور اقدام وي. د ده په وینا: ((د مشرانو ترمنځ سیاسي توافق د سولې لپاره کار اسانه کړ. اوس دې دواړه سولې ته کار وکړي، د سولې هڅې دې چټکې کړي)).
د مشرانو جرګې بل غړی محمود خاکریزوال هم وايي چې اوس باید د حکومت مشران د سولې لپاره کار وکړي؛ ځکه سیاسي اختلافات یې پای ته رسېدلي او تر دې د ډېر وخت په شخصي ناندریو نه ضایع کوي. د ده په خبره: ((دواړه دې د سولې لپاره کوټلي ګامونه واخلي. اوس د سولې لپاره هر څه چې لازم دي باید دوی یې ترسره کړي، هغه څه دې وکړي چې د ملت په ګټه دي)).
د مشرانو جرګې دویم مرستیال بیا پر دې ټینګار کوي چې باید طالبان او افغان ځواکونه دې تاوتریخوالی کم کړي، د سولې لپاره دې نرمښت وښيي او د زندانیانو د خوشي کولو لړۍ دې چټکه کړي. د اکبر ستانکزي په خبره: ((زموږ غوښتنه له حکومت، په تېره له ولسمشر اشرف غني دا ده، چې د سولې مذاکرات ژر تر ژره پیل کړي، همدا راز د بندیانو په خوشي کولو کې دواړه لوري باید نرمښت وښيي او دا لړۍ چټکه کړي)).
د مشرانو جرګې غړي وایي، که د سولې هڅې ځنډېږي، نو ښایي په هېواد کې تاوتریخوالی ډېر شي او ګڼې وسله والې او نړیوالې ترهګرې ډلې خپل فعالیتونه پياوړي کړي. دوی وايي چې همدا اوس هم د هېواد په شمالي ولایتونو کې داعش ډلې یو ځل بیا د کسانو جلب او جذب پيل کړی او هڅه کوي خپلې لیکې له سره تنظیم کړي.
بلخوا افغان حکومت بیا وايي، دوی تمه لري چې د زندانیانو په خوشي کولو سره طالبان تاوتریخوالی راکم کړي او جګړې ودروي. د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي چې دوی به د ولسمشر غني د فرمان له مخې دوه زره طالب زندانیان خوشي کوي، خو دا اوس د طالبانو مسوولیت دی چې جګړې کمې کړي او د بین الافغاني خبرو لپاره تیاری وښيي. تر دې وړاندې طالبانو د افغان حکومت له لوري د زندانیانو د خوشي کولو هرکلی کړی و او په مقابل کې یې د حکومت ځینې زندانیان خوشي کړي وو.
































