امريکا د روان کال تر ډسمبر مياشتې پورې روسيې ته د تيلو د پيسو ورکړه له بنديزونو معاف کړه. چارواکو ويلي، د دې معافيت موخه يې دا ده چې نړيوال د روسيې پر تېلو د تکيې د کمولو لپاره کافي وخت ولري. د روسيې نفتي توکي پخوا هم له بنديزونو معاف شوي وو، خو د دې استثنا موده د روانې جون مياشتې په ۲۴مه نېټه پای ته رسېدونکې ده. د امريکا د خزانې وزارت ويلي، د استثنا په غځېدو سره به د روسيې پر نفتو د امريکا مقررات او د اروپايي ټولنې بنديزونه په همغږي ډول پلي شي. تر دې وړاندې اروپايي ټولنې هم د روسيې پر خامو نفتو د بنديزونو شپږ بستې تاييد کړې وې خو د هنګري د مخالفت له کبله يې دغه هيواد ته د نلليکې له لارې د ګازو لېږد مستثنی کړ.
































