افغانان په بېلو برخو کې له سختو او تیارو د تېرېدو په حال کې دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر د افغانستان د وضعیت په اړه په یوه ځانګړې غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې یو نسل د خپل عمر تر ټولو تیاره وختونه تېروي. دده په خبره په دغه هېواد کې اقتصادي وضعیت ترینګلی دی، بشري مرستې کافي نه دي، بېکاري ډېره شوې ده او د مېرمنو حقونه خوندي نه دي.
د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړی چارواکی وايي چې افغانان له هره اړخه له سختو شرایطو تېرېږي نو د دوی د لاسنیوي اړتیا ده. هغه همدا راز پر نوي حکومت غږ کړی دی چې له نړیوالې ټولنې سره پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او په دې توګه د نړیوالو اندېښنې لرې کړي. په دې غونډه کې د ګڼو نورو هېوادونو استازو هم خبرې کړې دي او د افغانستان د وضعیت په اړه یې څرګندونې کړې دي.
































