ناټو یو ځل بیا ویلي چې اوکراین ته پرمختللې وسلې ورکوي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ناټو ددفاع وزیرانو تر غونډې مخکې رسنیو ته ویلي چې اوکراین ته نوې او پرمختللې وسلې ورکوي څو وکړی شي د روسیې پر وړاندې اغېزناک تمام شي.
د سټولټنبرګ په خبره ددې وسلو کارونه او اوکراین ته رسېدل به وخت ونیسي. په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر جوبایډن اوکراین ته یو میلیارد ډالر نوره مرسته هم تایید کړه. له دې سره جوخت د اوکراین ولسمشر بیا په مرستو کې د غربي هېوادونو له لوري ځنډ اندېښمنوونکی بولي او تمه لري چې مرستې پر وخت ور ورسېږي.































