افغان حکومت د مدني ټولنو غړو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. د راپورونو له مخې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ۳۴ ولایتونو د مدني ټولنو له ښځینه او نارینه استازو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د بېلو مسایلو په اړه خبرې شوې دي او ټینګار شوی چې افغان حکومت د مدني ټولنو هر ډول اصلاحي نظریات او نقدونه مني.
افغان حکومت د مدني ټولنو استازو ته ډاډ ورکړی چې تر څنګ یې ولاړ دي او ورسره همکار دي. د رییس الوزرا مرستیال دغه راز ویلي چې دوی له شته ستونزو خبر دي او په خبره یې د اصلاحاتو لپاره یې هڅې روانې دي او غواړي موجوده ستونزې د ټولو اړخونو په همکارۍ حل او له منځه یوسي.
































