د کابل امنیه قومنداني وایي چې تر دې وروسته هیڅ پولیس په شخصي جامو کې په چک پاینټ د درېدو حق نه لري. د کابل امنیه قومندان ولي جان حمزه ویلي چې هیڅ پولیس حق نه لري چې د یونیفورم له وېشلو وروسته په چک پانیټ کې په شخصي جامو کې د پلټنې لپاره ودرېږي. نوموړی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې په کابل کې د پولیسو لپاره د نوي یونیفورم د وېش لړۍ پیل شوې ده او ویل شوي دي چې دا لړۍ به نورو ولایتونو ته هم وغځېږي. خو تر اوسه پورې په کابل ښار کې لا هم پولیس د پخوا په څېر په شخصي جامو کې ولاړ وي.
































