د افغانستان ا.ا مرکزي ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد هغه ادعاوې رد کړې دي چې ګواکې په افغانستان کې بشري حقونه ضایع کېږي. نوموړي زیاته کړې ده چې که د تېر کال دغه شپې له روان کال سره پرتله شي، نو جوته به شي چې د بشر حقونه هغه وخت ضایع کېدل چې پر کورونو بمونو غورځول کېدل؛ خو سږ کال د خلکو امنیت تامین دی. مجاهد څرګنده کړې ده چې په هېواد کې شل کلنې جګړې د خلکو پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی او په خبره یې، په اقتصادي برخه کې هم هڅې پیل شوي چې د خلکو ژوند ښه شي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام پر نړېواله ټولنه غږ کړی چې د ګیلو او نیوکو پر ځای د افغانانو لاسنیوی وکړي. مجاهد ویلي، چې په افغانستان کې د بد اقتصادي وضعیت مسوولیت ملګرو ملتونو ته ورګرځي؛ ځکه چې امریکا د افغانستان شتمني ګنګل کړې ده او ملګرو ملتونو څنګه چې لازمه ده د یادو پیسو د ازادولو لپاره یې هڅه نه ده کړې.
































