د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي او د اماراتو د ولسمشر سلاکار افغانستان سره پر بشري مرستو خبرې کړې دي. د اماراتو دولتي اژانس خبر ورکړی چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن او په ابو ظبۍ کې د اروپايي ټولنې سفیر د متحده عربي اماراتو د ولسمشر سلاکار ډاکټر انور ګرګاش سره لیدلي دي. سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې دوی د افغانستان پر وروستیو حالاتو، د بشري بحران پر وړاندې پر مبارزې او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې. په راپور کې راغلي، چې په دې ناسته کې د اماراتو لخوا افغانستان سره د بشري، روغتیا او یو شمېر نورو برخو کې د شویو مرستو یادونه وشوه. د اماراتو د ولسمشر سلاکار په افغانستان کې د ثبات او بشري مرستو په برخو کې له سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو سر یو ځای پر دوامداره هڅو ټینګار وکړ.
































