په ملګرو ملتونو کې د چين دایمي استازي د بشري حقونو شورا په پنځوسمه غونډه کې د افغانستان په تړاو يوه بحث کې ويلي، چې امريکا باید افغانانو ته د اوښتو زيانونو خساره ورکړي. د چين استازي ويلي، چې د افغانستان حالاتو کې د سترو بدلونونو له رامنځته کېدو راهيسې لس مياشتې تېرې شوي دي. د دغه هېواد لنډ مهالي حکومت د حکومتوالۍ په برخه کې ځيني پرمختګونه تر لاسه کړي، خو بيا هم د بشري، اقتصادي او امنيتي چارو کې له ډېرو ننګونو سره مخ دی. د چين استازي پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره نږدې او هر اړخيزې خبرې وکړي او د دې هڅونه وکړي، چې دغه هېواد کې يو پراخ بنسټه او ټولشموله سياسي چوکاټ جوړ شي، حکومت يې نرمې، ثابتې او ټينګې کورنۍ او بهرنۍ تګلارې غوره کړي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي. د چين استازي ويلي، چې امريکايي ځواکونو ډېر زيات شمېر بې ګناه افغان ملکي وګړي وژلي او لسګونه ميليونه يې کډوالۍ ته مجبور کړي دي. د چين استازي پر امريکا غږ وکړ، چې پر افغانستان يو اړخيز بنديزونه سمدستي لغوه کړي او بې له شرطه او قیده افغانانو ته خپله شتمني وسپاري.
































