امریکا دې د افغانانو کنګل شوې شتمني ازاده کړي. ورلډ پولټيک رېویو په یوه اوږده مقاله کې د افغانستان پر وضعیت او کنګل شوې شتمنۍ خبرې کړې دي. سرچینه کاږي چې امریکا په ناروا توګه د افغانانو میلیاردونه ډالر شتمني کنګل کړې ده او دغه هېواد یې له ناوړه اقتصادي وضعیت سره لاس او ګریوان کړی دی.
دغه نشریې ته د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ویلي چې دوی د بېوزله افغانانو شتمني نه غواړي او امریکايي حکومت یې باید ژر تر ژره آزاده کړي. دوی ویلي چې دا شتمني باید میاشتې وړاندې د افغانانو د ژغورلو لپاره آزاده شوې وی.
نشریې هم ویلي چې د شتمنۍ د کنګل دوام به د نړۍ او افغانستان لپاره معکوسې پایلې ولري چې مسوولیت به یې پر امریکا وي.
































