د امریکا د سولې په انیستیتوت کې د افغانستان د مسایلو څارونکی سکاټ سمېټ وایي ټرمپ د افغانستان د وضعیت پر ځای د امریکا وضعیت ته په کتو د ځواکونو د ایستلو په اړه پرېکړه کوي. دده په وینا د امریکا ولسمشر د حقایقو د درک پر ځای تل د کمپایني مسایلو او خپلو ژمنو ته د وفادارۍ په هڅې سره د ځواکونو د ایستلو خبره کوي. سمېټ زیاته کړې امریکا باید هغه مهال له افغانستان خپل ځواکونه ایستلي وای، چې افغان پوځ پیاوړی وای، بین الافغاني خبرې پایلې ته رسېدلې وای او په دغه هېواد کې جګړه ختمه وای. نوموړی همدا راز وايي چې د ځواکونو د ایستلو په اړه د ټرمپ اوسنی مهالوېش هم غیر عملي او له حقیقت لرې دی. دده په خبره همدا اوس په افغانستان کې د امریکا درې نظامي اډې له سرتېرو ډکې دي چې په ټاکل شوي مهالوېش کې ددغه اډو تشول ساده خبره نه ده.
































