د نیمروز ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په تېره یوه اوونۍ کې شاوخوا اووه زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. د نیمروز د اطلاعات او کلتور ریاست ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې شاوخوا اووه زره او سل تنه افغان کډوال د همدې ولایت له لارې بېرته له ایران څخه افغانستان ته را ستانه شوي دي. دغې ادارې ویلي چې راستانه شوي کډوال د مرستو د تر لاسه کولو لپاره د کډوالو نړیوال سازمان ته ورمعرفي شوي دي. د یادونې ده چې څخه موده وړاندې د نیمروز ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي وو چې په ورځني ډول له زر تر یو نیم زر پورې افغانان له غیر قانوني لارو ایران ته ځي خو په ایران کې د افغان کډوالو له ځورول کېدو وروسته افغان حکومت له غیر قانوني لارو بهرنیو هېوادونو ته د خلکو پر تګ بندیز لګولی دی.
































