د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي حکومت د درې زره طالب زندانیانو د خوشي کولو ادعا کوي خو تر دوه نیم زره کم طالب بندیان خوشي شوي دي. دده په خبره حکومت تر دې دمه له خپلو زندانونو د طالبانو ۲۲۸۴ بندیان خوشي کړي دي. شاهین وایي، د بندیانو د خوشي کولو پروسه باید شفافه وي او په دغه لړۍ کې دې ګډوډي نه رامنځ ته کېږي. افغان حکومت ویلي چې په دوو ورځو کې یې د طالبانو تر ۷۱۰ پورې بندیان خوشي کړي دي او ۲۹۰ کسه نور هم خوشي کوي. حکومتي لوری تمه لري چې د زندانیانو په خوشي کولو سره بین الافغاني خبرې پيل شي او د تاوتریخوالي کچه را ټیټه شي.
































