اوکراین له نړیوالو د لا ډېرو مرستو غوښتنه کړې ده. د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلینسکي له هغو ښارونو لیدنه کړې ده چې په وروستیو کې د روسیې د جګړې شاهدان وو. نوموړی له پلازمینې کېف وتلی او په جګړه ځپلو ښارونو کې یې له خلکو سره لیدنې کتنې کړې دي. نوموړي رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې روسیه د اوکراین بشپړ ویجاړول غواړي خو نړیوال په کافي اندازه د اوکراین لاسنیوی نه کوي. زلینسکی یو ځل بیا له اروپايي هېوادونو او نورو نړیوالو قدرتونو د مرستې غوښتنه کړې ده او وایي چې دا مرستې باید پر وخت ور ورسول شي.
































