ملګرو ملتونو په کابل او کندوز کې پر عبادت کوونکو بریدونه غندلي دي. د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بنېټ په تازه څرګندونو کې ویلي چې په کندوز کې د صوفیانو پر جومت او په کابل کې د سیکانو پر عبادت ځای برید په کلکو ټکو غندي او په اړه یې د پلټنو غوښتنه کوي.
دده په خبره هر انسان حق لري چې خپل مذهبي مراسم په خوندي فضا کې ترسره کړي او په خبره یې پر لږکیو مذهبي ټولنو برید بشر ضد جنایت دی. ملګرو ملتونو د دواړو بریدونو په اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده او تمه لري چې مسوولین یې ژر تر ژره محاکمې ته راکش کړل شي.































