د پاکستان په بلوچستان ايالت کې نامالومو وسله والو د سړک جوړونې د يوه شرکت پر کارکوونکو بريد کړی او مرګ ژوبله يې ور اړولې ده. بريد د بلوچستان د هرنايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د شرکت پر کمپ شوی چې له کبله يې درې کارګران مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي. پوليسو ويلي چې وسله والو د شرکت اړوند ماشينري سوځولې او پنځه کارګران يې له ځانه سره بېولي دي. په سيمه کې د پوليسو يوه چارواکي رفيق ترين رسنيو ته ويلي چې د نادرکه شويو کارګرانو د لټون لپاره يې عمليات پيل کړي دي. د بريد پړه تر دې مهاله چا پر غاړه نه ده اخيستې خو تر دې مخکې د ورته بريدونو پړه د پاکستان ازادي غوښتونکي پوځ، چې د خپلې سيمې د خپلواکۍ لپاره له پاکستان سره جګړه کوي، اخيسته.
































