د افغانستان ا.ا وايي، د پخواني حکومت چارواکي له اشخاصو سره د اړيکو کمېسیون په اعتبار هيواد ته را ستانه شوي او هيڅوک نه شي کولی چې ستونزې ورته جوړې کړې. چارواکي وايي، که څوک پر يادو کسانو د فساد ادعاوې لري نو له اشخاصو سره د اړيکو کمېسيون ته دې مراجعه وکړي. د افغانستان د ا.ا مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد ويلي هيڅوک پر پخوانيو چارواکو مستقيمه ادعا نه شي کولی بلکې د ادعاوو په صورت کې بايد له اشخاصو سره د اړيکو کمېسيون ته مراجعه وکړي. له اشخاصو سره د اړيکو کمېسيون وايي، د کار له پيله تر اوسه يې د پخواني حکومت شاوخوا ۱۰۰ چارواکي را ستانه کړي دي. په مشهورو را ستنو شويو چارواکو کې د پوهنې، حج او اوقافو او مخابراتو پخواني وزيران شامل دي.
































