د افغانستان ا.ا نن په کابل کې د افغان انوېسټ په نوم يو لوی محدودالمسووليت شرکت پرانيست. دا پرانيسته د ا.ا د رييس الوزرا د لومړي مرستيال او د کابينې د اقتصادي کمېسيون مشر ملا برادر وکړه. برادر ویلي چې سوداګري د اقتصادي ودې لپاره مهمه ده. هغه پر افغان پانګه والو غږ وکړ چې خپلې شتمنۍ هېواد ته را ولېږدوي. برادر وويل چې ا.ا به پانګوالو ته د پانګونې لپاره تر ټولو غوره امکانات برابر کړي. د معلوماتو پر بنسټ په دغه لوی شرکت کې تر دې مهاله ۱۳ افغان سوداګرو د ۲۵۰ ميليونو ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده. افغان انوېسټ به د کانونو د استخراج، انرژۍ، کرنې او رغونې په برخو کې پانګونه کوي. د سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي د افغان انوېسټ په پرانيست غونډه کې وويل چې د هېواد د اقتصادي ستونزو د هواري تر ټولو غوره لاره دا ده چې افغانان پخپله لاس په کار شي او هېواد ته صادقانه کار وکړي.
































