د پاکستاني حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د اوربند سره سره پر پاکستاني ځواکونو باندې بریدونه دوام لري. د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو کسانو ترمنځ نښته کې دوه عسکر وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. د پاکستان پوځ ویلي چې دا پېښه د شمالي وزیرستان په میرانشاه سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته باندې د وسله والو کسانو د برید له امله رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې څلورو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پوځ ویلي چې له برید سره سم مرستندویه ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي او دښمن ته یې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی. پوځ مقابل لوري ته د تلفاتو اوښتو دعوه هم کړې ده خو دا یې نه دي ویلي چې برید چا کړی دی. د برید پړه هم کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































