د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د یو شمېر ولایتونو له ځوانانو سره کتلي دي. د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، ځوانانو په دې لیدنه کې په هېواد کې د زده کړو برخه کې پر ستونزو او د ځوانانو لپاره د کار زمینې پر نشتوالي خبرې کړې دي. ځوانانو دغه راز له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ټولو ښوونځیو د پرانیستل کېدو او دغه راز دندو ته د ښځو د بیا ستنېدو غوښتنه کړې ده. سرچینه کاږي چې پخواني ولسمشر هم زده کړې د ټولنې د پرمختګ لپاره مهمې بللې دي او ټینګار یې کړی دی چې ځوانان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري او هېواد یوازې او یوازې د لوستو ځوانانو په توانمندو مټو جوړېدای شي. کرزي یو ځل بیا د نجونو د ټولو ښوونځیو د پرانیستل کېدو او دندو ته د ښځو پر بیا ستنېدو ټینګار کړی دی.
































