په امریکا کې د وروستیو لاریونونو په اړه د پمپیو او جواد ظریف ترمنځ ناندرۍ رامنځ ته شوي دي. دواړو لورو په ټوېټر کې یو بل ته پېغورونه ورکړي دي. جواد ظریف ویلي امریکایي حکومت دې د خپلو خلکو حقوقو ته درناوی وکړي، د دوی غږ دې واوري او د لاریون کوونکو له ځپلو دې لاس په سر شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو بیا د جواد ظریف پر ټوټېري پیغام غبرګون ښودلی او ویلي یې دي ایران ترهګري کوي، لاریون کوونکي ځپي، ښځې سنګساروي او یهودیان وژني. ایران همدا راز امریکا تورنه کړې ده چې په اسیا کې لاسوهنه کوي، د ترهګرو ملاتړ کوي، کرونا ویروس د دوی لوبه ده او له دیکتاتورانو یې ملاتړ دوام لري. ظریف داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې همدا اوس په امریکا کې سخت لاریونونه روان دي او سلګونه کسان د امریکایي حکومت له لوري نیول شوي دي.
































