د افغانستان ا.ا د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د هندو او سیکهـ هېوادوالو پر درمسال وروستي برید ته په اشارې ویلي چې د ا.ا ځواکونه د دې خاورې د هر وګړي ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه وزارت پلاوي دا څرګندونې له یو شمېر افغان سیکهانو سره په لیدنه کې کړې دي. پلاوي ویلي چې دا ډول بزدلانه برید د دې ښکارندوي کوي، چې دښمن د افغانانو له ملي یووالي وېره لري. د کورنیو چارو وزارت پلاوي دغه راز څرګنده کړې، چې د ا.ا ځواکونه د دې خاورې د هر وګړي ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي او په هیڅ صورت به چاته اجازه ورنه کړي چې د افغانانو د یووالي په لار کې خنډ وګرځي.
































