د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې نامعلومو وسله والو د یوت اف وزیرستان په نامه د سیمې د ځوانانو د تنظیم څلور غړي په ډزو وژلي دي. په وژل شویو کې وقار داوړ، سنید داوړ، حماد درانی او اسد داوړ شامل دي. د سیمې پولیسو ویلي چې دا پېښه د شمالي وزیرستان د میرعلي تحصیل په حیدرخېل کلي کې رامنځته شوې ده. د پولیسو په وینا، تر پېښې وروسته پولیس سیمې ته رسېدلي او خپلې پلټنې یې پیل کړې دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي چې دا فعالان په هغه سیمه کې وژل شوي دي چېرته چې په ډېر لوړ شمېر پوځیان دېره دي، دا سیمه له معدنیاتو ډکه ده، د ترهګرۍ ضد په نامه د زمانې د بدنامې جګړې شل کاله په تېرېدو دي خو لا هم د استعماري ځنځیري وژنو لړۍ پای ته نه ده رسېدلې.
































