د ايتوپيا په اروميا سيمه کې د امهارا په نوم قبيلې باندې بريد شوی چې د لومړنيو راپورونو له مخې پکې ۲۳۰ تنه وژل شوي دي. اسوشيېټېډ پرېس اژانس د عيني شاهدانو په حواله ويلي چې بريد پرون شوی او د سيمې خلک وژل شوي کسان په ډله ييزو قبرونو کې ښخوي. په ايتوپيا کې قومي جګړې او بريدونه بې مخينې نه دي خو په يو ځل په دومره شمېر د ملکي خلکو وژل کېدل یې د تاريخ تر ټولو زړه بوږنوونکې پېښه ده. د بريد پړه د ارومو په نوم د يوې بلې قبيلې پر ياغيانو ور اچول شوې خو د ارومو ياغيانو ويلي چې بريد د ايتوپيا ملېشو او پوځ کړی دی. د امهارا قبيلې اوسېدونکو ويلي له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې د چرګانو په څېر وژل کيږي او دا اوس هم شونې ده چې يو ځل بيا پرې بريد وشي؛ خو حکومتي چارواکو ويلي چې سيمې ته یې د فدرالي پوځ قطعات لېږلي چې د امهارا قبيلې اړوندو خلکو امنيت خوندي کړي. امهارا په ايتوپيا کې دويمه ستره قبيله ده چې د ۱۱۰ ميليونو وګړو ۲۹ سلنه برخه یې جوړوي. پر دې قبيلې وخت ناوخته بريدونه کيږي او وګړو ته يې مرګ ژوبله ور اړول کیږي.
































