ايران په مشهد کې د دوو اخوندانو پر وژنې تورن نن سهار اعدام کړی دی. ايراني رسنيو ويلي، ازبيک توکمی عبدالطيف مرادي چې د مشهد په امام رضا زيارت کې يې پر دريو اخوندانو د چړې بريد کړی و نن سهار د دغه ښار په وکيل اباد زندان کې په دار ځړول شوی دی. مرادي له تکفيري ډلو سره د اړيکو په لرلو او د وحشت د خپرولو په موخه د وسلې په کارولو تورن و. ايراني رسنيو ادعا کړې چې پر نوموړي د حکم د صدور پر مهال د هغه وکيلانو هم په محکمه کې حضور درلود. پر ايراني اخوندانو د نوموړي د بريد ويډيو پر خواله رسنيو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې وه؛ خو ايراني حکومت يې تر پايه د هويت او مليت په اړه رسمي نظر څرګند نه کړ. تهران غواړي چې په دې توګه د موضوع په اړه د حساسيتونو د پاريدو مخه ونيسي.
































