د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي ویلي چې ښايي پر هېواد يې د روسيې بريدونه لا شديد شي. هغه د روسيې د بريدونو د شدت وړاندوينه په داسې حال کې کړې چې اروپايي ټولنه د روانې اونۍ په پای کې د غړيتوب لپاره د اوکراين د نوماندۍ په تړاو پرېکړه کوي. زلينسکي ويلي چې د روانې اونۍ په ترڅ کې به يې د هيواد په ختيځو سيمو د روسيې بريدونه زور واخلي. هغه د دفاع لپاره د خپلو پوځيانو د چمتووالي خبر هم ورکړی او ويلي يې دي چې د روسيې د ډيرو دښمنانه اقداماتو توقع لري. د زلينسکي دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د روسيې ولسمشر د جون په اوولسمه نېټه وويل چې په اروپايي ټولنه کې د اوکراين د غړيتوب مخالفت نه کوي؛ خو کرېملين وړاندې ويلي وو چې دا موضوع له نږدې څاري.
































