اسراییل وایي په سیمه کې د ایران د مخنیوي لپاره ځانګړی دفاعي پلان لري. د اسراییلو ددفاع وزیر ویلي چې له تېر کال راهیسې یې په ازمویښتي توګه د منځني ختيځ هوایي دفاع په نامه یو دفاعي پلان پيل کړی دی چې په دې لړ کې یې پر منځني ختيځ د ایران د ګڼو بریدونو مخنیوی کړی دی.
اسراییل وایي اوس هڅه کوي له عربي او نورو هېوادونو سره ددغه پلان پر پراختیا کار وکړي څو وکړی شي په ګډه د ایران د احتمالي توغندیزو بریدونو مخنیوی وکړي. اسراییلو یو ځل بیا پر امریکا غږ کړی چې په سیمه کې دې د ایران پر ضد د یوه ستر نظامي ایتلاف مشري او ملاتړ وکړي.
































