د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي هېواد ته د ځینو راستانه شویو افغان شخصیتونو سره کتلي دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، امیرخان متقي په دې لیدنه کې ویلي، د خوښۍ ځای دی، چې په هېواد کې د افغانانو د خپل اختیار درلودونکی حکومت دی او هر څوک حق لري، چې ازاد او د عزت ژوند وکړي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې اوس د دې وخت دی، چې ټول افغانان د نظام او د هېواد جوړولو لپاره لاسونه سره ورکړي. امیر خان متقي ویلي، د ا.ا مشرتابه تماس کمېسیون ته هدایت کړی، چې هېواد ته د راغوښتونکو کسانو امنیت ته پاملرنه وکړي او خپلې ژمنې ورسره عملي کړي.
































