د هرات ولایت د قصابانو ټولنه وایي چې له دغه ولایت څخه د ورځې تر شپږ زره راس پورې څاروي ایران او پاکستان ته قاچاق کېږي. د دغې ټولنې په خبره، سږکال د تېرو کلونو په پرتله بهر ته د څارویو د قاچاق کچه دوه برابره ډېره شوې ده چې ۶۰ سلنه ایران او ۴۰ سلنه نور یې پاکستان ته انتقالېږي. د هرات د قصابانو ټولنې مسوول عبدالقدیر رحیم زاده وایي، کومې شمېرې چې دوی یې هره ورځ تر لاسه کوي د ورځې له پنځه تر شپږ زره راس څاروي له هرات څخه په غیر قانوني توګه ګاونډیو هېوادونو ته انتقالېږي. د هغه په خبره، د څارویو د قاچاق له امله په هرات ولایت کې په هر کلیو ګرام غوښه کې نږدې دوه سوه افغانۍ لوړوالی هم راغلی دی. د هرات سیمه ییز امنیتي چارواکي بیا وایي چې سرحدي ځواکونو د څارویو په ګډون د اولیه خوراکي توکو چې په غیر قانوني توګه هېواد ته را واردېږي د مخنیوي لپاره یې جدي تدابیر نیولي دي.
































