د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي، په نړۍ کې د هغو کسانو شمېر چې کافي خواړه نه لري په بې ساري ډول ډير شوی دی. د ياد پروګرام د معلوماتو له مخې، د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۸۲ هيوادونو کې تر ۳۴۵ ميليونو ډير خلک د خوړو خونديتوب نه لري چې دا د کرونا وبا او اوکراين د جګړې نه مخکې وخت په پرتله ۲۰۰ سلنه لوړوالی ښيي. د خوړو نړيوال پروګرام په خپل هغه راپور کې چې پرون خپور شوی ويلي چې ښايي ډير ژر د خوړو د کمښت له کبله د پيل شوي بحران کنټرول له واکه ووځي. په راپور کې افغانستان، ايتوپيا، سوماليا او جنوبي سوډان ته په اشارې سره ويل شوي چې دا هېوادونه د خوړو له داسې کمښت سره مخ کېدونکي دي چې ښايي په معاصر تاريخ کې ساری ونه لري. ملګرو ملتونو تر دې مخکې افغانستان کې له لوږې سره د مخ خلکو شمېر تر ۲۰ ميليونو ډير ښودلی و.
































