تر دې دمه شاوخوا پنځه زره افغان حاجیان سعودي عربستان ته لېږدول شوي دي. د ترانسپورت وزارت وایي چې د حاجیانو د لېږد پروسه روانه ده او هره ورځ لسګونه کسان دې مراسمو ته لېږدول کېږي. د ترانسپورت وزارت د معلوماتو له مخې تر دې دمه ۵۱۰۱ حاجیان له افغانستان لېږدول شوي دي.
د سرچینې په خبره دا لېږد د کابل په ګډون د هېواد له څو نورو هوایي ډګرونو روان دی. د ترانسپورت وزارت دغه راز زیاته کړې چې د پاتې کډوالو لېږد هم له مهالوېش سره سم روان دی. روان کال به د حج په مراسمو کې له افغانستان شاوخوا ۱۳۵۸۲ کسان ګډون کوي، چې لومړی پرواز یې د روانې غبرګولې میاشتې په دوه ویشتمه ترسره شوی دی.
































