په اوکراین کې نیول شوي امریکايي عسکر ښایي په اعدام محکوم شي. په وروستیو کې په اوکراین کې جګړې شدیدې شوې دي او کشمکش د پراختیا په حال کې دی. امریکايي رسنۍ وايي چې په اوکراین کې د یوه خطرناک توپان مخکینۍ خاموشي روانه ده او د اروپايي ټولنې تر پرېکړې وروسته ښایي اوکراین د روسیې د یرغل له یوې نوې څپې سره مخ شي.
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په تازه څرګندونو کې ویلي چې د اوکراین پر وړاندې له خپل دريځ نه په شا کېږي. نوموړي همدا راز د اوکراین په جګړه کې د نیول شوو امریکايي پوځیانو په اړه ویلي چې د ژوند ضمانت یې نه شي کولی او ددې امکان شته چې محکمه پر دوی د اعدام حکم صادر کړي.
د یادولو ده چې اوکراین کې د روسیې د جګړې له پیل سره سم د ځينو هېوادونو فعال او یا مخکیني پوځيان په خپله خوښه جګړې ته تللي دي چې ډېری یې وژل شوي هم دي.
































