د اسلامي هېوادونو د همکاریو نړیوال سازمان له افغانستان سره د مرستې ډاډ ورکړی دی. د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان استازي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي او د مرستو ډاډ یې ورکړی دی.
طارق علي بخيت په دې لیدنه کې ویلي، چې ټول هېوادونه په یوه خوله او د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د ثبات ملاتړي دي او تمه لري چې وکړی شي په دې برخه کې پوره پوره همکاري وکړي. امیرخان متقي هم ویلي چې دوی له ټولې نړۍ په تېره د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان له غړو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او د دوی له مرستو مننه کوي.
طارق علي دغه راز ډاډ ورکړی چې د اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادونه به له افغانستان سره مرسته کوي او د لا ډېرو مرستو د جذب لپاره به یې هڅې روانې وي.
































