په نړۍ کې لا هم میلیونونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په تازه څرګندونو کې ویلي چې دمګړی ۲۲۲ میلیونه ماشومان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له زده کړو او تعلیم بې برخې دي. د ګوتریش په خبره جګړې، اقلیمي بدلون، کډوالي او ورته نور هغه عوامل دي چې ماشومان یې له زده کړو محروم کړي دي. ګوتریش پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو، خصوصي کمپنیو او نورو اداراتو غږ کړی چې د ماشومانو د تعلیم په برخه کې د دوی لاسنیوی وکړي او په دې توګه د میلیونونه ماشومانو په ژوند کې د مثبت بدلون جوګه شي.
































