د استرالیا حکومت په رسمي توګه په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د جنګي جنایتونو څېړنه پيل کړې ده. وروسته له دې چې نړیوالو رسنیو په افغانستان کې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو له جنګي جنایتونو او همدا راز ددغه ځواکونو له لوري د عامو وګړو د وژلو په تړاو راپورونه خپاره کړل د استرالیا حکومت مجبور شو چې دغه قضیې په رسمي توګه وڅېړي. د استرالیا ددفاع وزارت ځانګړې څارنوالې د څو هغو سرتېرو دوسیې پرانیستې چې په دغه جنګي جنایتونو کې په لاس لرلو تورن دي. د استرالیا حکومت دغه کسانو ته ویلي چې څارنوالۍ ته حاضر شي او د قضیې په اړه توضیحات ورکړي. د استرالیا حکومت ټینګار کوي چې په څو اونیو کې به دغه قضیې لا روښانه کړي او بیا به یې په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړي.
































