د تېرې شپې زلزلې په پکتیکا ولایت کې نږدې ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. سیمهییز چارواکي وایي چې دې زلزلې د دغه ولایت په ګیان ولسوالي کې لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه کړي او ۳۷ نور ټپیان دي. د ګیان ولسوالۍ امنیه قومندان رسنیو ته ویلي چې ښایي د مرګ ژوبلې شمېر تر دې هم لوړ شي ځکه چې زلزلې ګڼ شمېر کورونه نړولي دي او دوی تر خاورو او لوټو د لاندې شویو کسانو په را ایستلو بوخت دي. د یادونې ده چې تېره شپه د هېواد په ځینو سیمو کې د زلزلې ټکانونه حس شوي چې د پکتیکا ګیان سیمه یې ډېره ځپلې ده. د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې ویلي چې د دې زلزلې مرکز خوست و او د افغانستان په ګډون یې د پاکستان یو شمېر سیمې هم لړزولې دي. یادې ادارې د دې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۶.۱ ښودلی دی.
































