له پکتیکا او خوست ولایتونو څخه وروستي راپورونه وایي چې د تېرې شپې زلزلې په دغو ولایتونو کې ۵۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دا زلزله چې ټکان یې د هېواد په ډېریو سیمو کې احساس شوي دي، مرکز یې خوست و د ریښتر په ۶.۱ درجې شدت یې خوست او ورڅېرمه ولایتونه لړزولي دي. د خوست د اطلاعات او فرهنګ رییس شبیر احمد عثماني ویلي چې د بیګانۍ زلزلې له امله د د دغه ولایت د سپېرې ولسوالۍ په افغان-دوبۍ سیمه کې ۲۵ کسان مړه شوي او ۹۵ نور ټپیان شوي دي. بلخوا د پکتیکا ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د تېرې شپې زلزلې د دغه ولایت په برمل، زېړوک، نکه او ګیان ولسوالیو کې لږ تر لږه ۲۵۵ کسان مړه کړي او ۱۵۵ نور ټپيان شوي دي. چارواکو د تلفاتو دا شمېر لومړنی بللی او زیاته کړې یې ده چې ښایي د مرګ ژوبلې شمېر تر دې هم لوړ شي.
































